شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د دې بېچاره‌ګۍ چاره څه ده؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د دې بېچاره‌ګۍ چاره څه ده؟

د افغانستان چارواکي، ډېری مخالفین او زورواکي د پردیو په ګرو کې دي!

خبر:

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د استخباراتو عملیاتي قوماندان په کابل کې له افغان خبریالانو سره په خبرو اترو کې د سیمه‌ییزو لوبغاړو لکه روسیې، ایران، پاکستان او چین د فعالیتونو د زیاتوالی ګواښ وکړ. د قاطع ملاتړ ماموریت د استخباراتو عملیاتي قوماندان ډګروال بورنز ویلي: «دا ټول هېوادونه په ملي وحدت حکومت کې د ځينو لوبغاړو، زورواکو یا طالبانو ملاتړ کوي. دغه ملاتړ په سیمه کې د دوی د نفوذ لپاره دی او دا حتمي کوي، چې کله د سولې خبرې اترې پيلېږي، له دغو کسانو څخه یو به يې د دوی د ګټو د خوندیتوب استازولي وکړي.» د ده په باور د سیمې هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان په راتلونکي کې رول ولري. حال دا چې د سیمې دغو څلورو هېوادونو دا تورونه رد کړي. (اریانا نیوز: ۲۰۱۷م، د نومبر ۳مه)

تبصره:

په افغانستان کې د امریکا او ڼاټو ځواکونو د استخباراتو عملیاتي قوماندان دا ډول څرګندونې له یوه لوري د افغانستان د قضیې پېچلتیا په ډاګه کوي، چې امریکا او ناټو له «تروریزم او افراطیت» سره د مبارزې په پلمه د سیمه‌ييزو او نړیوالو سیالیو پر ګرم ډګر بدل کړی. له بله اړخه د افغانستان د چارواکو، وسله‌‌والو مخالفینو او زورواکو او سیاسي مخالفینو هویت څرګندوي، چې زیاتره یې د خپلو شخصي او ډله‌ييزو ګټو لپاره د لاسپوڅو مزدورانو په څېر د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو پيروي کوي. په داسې حال کې چې د ډګروال بورنز په څرګندونو کې له خپلو مزدورانو څخه د امریکا، د ناټو غړو هېوادونو او هند د حمایوي رول يادونه نه ده شوې او په پوره بې‌حیايۍ یې یوازې خپل مقابل لوري (روسیې، چین، ایران او پاکستان) ته د انتقاد ګوته نیولې.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو استخباراتي چارواکي په داسې حال کې دا نظر څرګندوي، چې روانه جګړه هره ورځ د وسله‌والو ځواکونو او مخالفینو په صفونو کې د سلګونو ځوانانو ژوند اخلي او په زرګونو نور نظامي او ملکي وګړي ټپيان او بې‌کوره کوي. هغه جګړه چې د سون توکي یې یوازې مسلمانان دي. نو پر دغه اساس واشنګټڼ په وروستیو کې له ملي وحدت دولت سره هوکړه وکړه، چې د افغان نظامي ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات پټ وساتي. دغه‌راز واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله نوې مقاله کې ویلي، چې د افغانستان جګړه له وړاندوينو هم سخته شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې (سیګار) د ځانګړي سرمفتش وروستی راپور هم ښيي، چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې زیاتې سیمې د افغانستان د اردو له ادارې وتلې او طالبانو او داعش پر دغو سیمو ولکه پيدا کړې. دغه‌راز د سیګار راپور ښيي، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه هغه شمېرې چې مخکې ښکاره خپرېدې، اوس پټې ساتل کېږي. ځکه چې د امنیتي ځواکونو وروستي تلفات د دوی د صفونو د ړنګېدو لامل شوي او په سرتېرو کې يې د بې‌باورۍ فضا رامنځته کړې. له دې امله غواړي، چې د تلفاتو په پټولو د جګړې د دوام لپاره د نظامیانو روحیه وساتي.

د یادونې وړ ده، چې دا ټول تر ټولو لږ هغه موارد دی، چې امریکايي ادارې او د افغانستا دولت اقرار ورباندې کوي. په داسې حال کې چې حالت له هغه څه چې د رسنیو، څېړنیزو او دولتي بنسټونو په راپورونو کې انځورېږي؛ په ځلونو دردونکي او سخت دی. په دې اړه هره ورځ  د افغانستان په هره ګوښه او کونج کې ځايي خلک، د امنیتي ځواکونو سرتېري، طالبان او... مختلفې ويډیوګانې او انځورنه خپروي؛ چې په جګړه کې د ټولو ښکېلو لورو د سخت جنګي وحشت استازيتوب کوي. په داسې حال کې چې په دغه جګړه کې له ټولو اړخونو یوازیني اصلي زیانمن د افغانستان مسلمان خلک دي. له دې امله په دې وروستیو کې د مخابراتي تنظیم ادارې (اترا) د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته امر کړی، چې ټولنیزې شبکې (وتساپ او تلګرام) د ۲۰ ورځو لپاره وتړي او د فېسبوکي او ټويټري حسابونو او ځينو ويبپاڼو یو جدول یې چمتو کړی، چې ژر تر ژره يې بند کړي.

دلته نو د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا او ناټو د ټولو غولوونکو ادعاوو حقیقت یو په بل پسې رسوا کېږي. د بیان له ازادۍ نیولې تر سولې، بشري حقونو، د ښځو حقونو، د بېوزلۍ له منځه وړلو، دولت‌جوړونې او بیارغونې پورې ټول د تېرو ۱۶ کلونو په جریان کې په دې خاوره کې تجربه شول؛ چې  ټول له جګړې، ناامنۍ، قتل، فتنې، فساد، فحشا، فقر، رشوت او د افغانستان په قضیه کې د سیمه‌ییزو قدرتونو له لا زیاتې ښکېلتیا پرته بل څه نه وو. نو اوس هم ناوخته نه ده، تر څو په هوښ کې راشو او د دغو بدبختیو او ناورینونو پر وړاندې له صفره پيل وکړو.

پورتني ټول موارد په افغانستان کې د جګړې سيمه‌ييز او نړیوال اړخونه لا زیات په ډاګه کوي، چې له امریکا سره له ستراتيژيکو او امنیتي تړونونو او په ځانګړې توګه جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د ټرامپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته جګړه په دې سیمه له وړاندوینو هم سخته شوې. نو په مطلق ډول د تفکر او تأمل ځای دی، چې د افغانستان خلک د پردیو د دې جګړې، چې زموږ پر وینه او خاوره جریان لري، حقیقت درک کړي او د جان کېري د دولت، مزدورو زورواکانو او په بهرنیو هېوادونو پورې د تړلو سیاسي او وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې راپورته شي او پرېنږدي چې تر دې زیات د نورو د سیالیو ښکار شي. د افغانستان مسلمانان په پېړیو د دا ډول خاینانو په وسیله له جګړې، ګډوډۍ او فتنې سره مخ دي. دا هماغه انځور دی، چې په زیاترو اسلامي خارو کې شته دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له پخوا راهيسې خبرداری راکړی، چې په مسلمانانو کې د دنیا د مینې او له مرګه د کراهیت په سبب د نړۍ نور ملتونه پر مسلمانانو یرغل کوي او هغوی مغلوبوي. لکه څنګه چې فرمايي:

«یوشِكُ الأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَیكُمْ كَمَا تَدَاعَى الأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا» فَقَالَ قَائِلٌ وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ یوْمَئِذٍ قَالَ «بَلْ أَنْتُمْ یوْمَئِذٍ كَثِیرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّیلِ وَلَینْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَیقْذِفَنَّ اللَّهُ فِى قُلُوبِكُمُ الْوَهَنَ» فَقَالَ قَائِلٌ یا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْوَهَنُ قَالَ «حُبُّ الدُّنْیا وَكَرَاهِیةُ الْمَوْتِ» "سنن ابي داود: صحیح"

"ژر ده چې (ټول) نور ملتونه به پر تاسو داسې حمله وکړي، لکه حیوانات چې پر ښکار حمله کوي." له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه يې وپوښتل: آیا هغه مهال به د مسلمانانو شمېر لږ وي؟ رسول الله وفرمایل: "نه، ستاسو شمېر به ډېر زیات وي، خو د اوبو پر سر د ځک په څېر به وئ. هغه وخت به الله سبحانه وتعالی ستاسو د دښمنانو له زړونو ستاسو هیبت لرې کړي او په زړونو کې به مو وهن داخل کړي." اصحابو پوښتنه وکړه، چې وهن څه دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له دنيا سره مينه او د مرګ بد ګڼل".

دا دی زموږ ننی تصویر! نو لازمه ده، چې کورني ښکېل اړخونه او د افغانستان بانفوذه او مخلص ځواکمنان دا حدیث د خپل واقعیت عملي مصداق وګرځوي او د عبرت درس ترې واخلي، ځکه تر کله چې له دنیا سره دوستي لري، د دنیا بې‌پایښته ګټې يې د شرقي او غربي قدرتونو په منګولو کې اچوي. دا وینه څښونکي قدرتونه یې له خاورې، وینې او عزت څخه په نړیوالو لوبو کې د وسیلې په حیث ګټه اخلي. د دې تر څنګ، تر کله چې دا رهبران او ځواکمنان له مرګه کراهیت لري او د اشغالګرو او مزدورانو پر وړاندې مبارزه نه کوي، د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره د دعوت او مبارزې ملاتړ نه کوي، ځان او د دنيا ژوند ورته غوره ښکاري؛ دا حالت به دوام مومي او له موږ څخه به په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې د سون د توکو په څېر کار اخیستل کېږي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onیکشنبه, 05 نومبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې